د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دملګرو ملتونو عمومي ناستې ته ویلي، هېوادونه نه باید د افغانستان له کړکېچه د ځان په ګټه کار واخلي.
نریندرا مودي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یادې غونډې ته په وینا کې له نړیوالې ټولنې طالبانو سره د ګډ کار کولو غوښتنه وکړه.
مودي ټینګار وکړ، چې دا باید تر هرڅه وړاندې باوري کړل شي، چې د افغانستان خاوره بیا د ترهګرۍ په ځاله نه بدلېږي.
د هند لومړي وزیر تېره ورځ له امریکايي ولسمشر جو بایډن سره هم لیدلي او د افغانستان سربېره یې پر نورو مسایلو بحثونه کړي دي.