د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، له افغانستان سره له اړیکو پرته نړۍ، سیمه او په ځانګړي توګه ګاونډي هېوادونه نه شي کولای،چې ډاډمن امنیت ولري او اقتصادي وده وکړي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمن کېدو سره سم د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو له افغانستان سره خپلې اړیکې پرې او یو شمېر نورو بیا مشروطې او تر ډېره محدودې کړې.
شنونکي وايي، دا د ځینو هېوادونو مکلفیت دی،چې د خپل نظم او اقتصادي پرمختګ لپاره افغانستان سره اړیکې وساتي او د اړیکو پرې کولو کې د یوه هېواد ګټه هم نه شته.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د نړیوال او سیمې نظم د رامنځ ته کولو او پرمختګ لپاره نړۍ او سیمه افغانستان ته اړتیا لري،که امریکا غواړي په اسیا کې خپلې پښې ټینګې وساتي، که روسیه او چین غواړي،چې د اسیا له زیرمو او پرمختګونو لپاره ځان لپاره ګټه واخلي ،که پاکستان او هند غواړي سوله ییزه سیمه ولري او پرمختګ ولري او انرژۍ ته لارې او ګودرې ولري دا ټول اړ دي،چې له افغانانو سره تعامل وکړي او اړیکې ولري.»
شنونکي وايي،د افغانستان جیو پولوتیک موقیعت داسې دی،چې سیمه او ګانډيان باید له دغه هېواد سره خپلې اړیکې ښې کړي او په خبره یې دغه دوه اړخېزې اړیکې کولای شي،چې دواړه لوریو ته اقتصادي وده ورکړي.
دوی پر دې باور دي،چې افغانستان هم د اقتصادي مجبوریتونو له امله اړ دی،چې له نړۍ سره نږدې او ښې اړیکې ولري.
د سیاسي چارو شنونکی عبدالرحیم ظاهر وايي:« د افغانستان جغرافیايي موقیعت له امله نړۍ او سیمه باید له افغانستان سره اړیکې ولري او افغانستان د دوی لپاره ستراتیژیک اهمیت لري،چې دوه اړخېزې اړیکې کولای شي،چې هم افغانستان او هم مقابل لوري اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.»
اسلامي امارت بیا وايي،په تیرو شلو کلونو کې چې نړۍ او په تیره بیا امریکا څه کړي دا دې ورپاتې وي او اوس چمتو دي چې دمتقابلو همکاریو او درناوي نوې در وازه ورسره پرانیزي .