د افغانستان بانک پخواني کارکونکي دغه اقدام ستايي او وایي، دا به د افغانستان په نړیوالو بانکونو کې پر شته پانګې مثبت تاثیرات ولري.
اقتصاد پوهان وایي، افغانستان په نړیوالو بانکونو کې دوه ډوله پانګه لري،چې یو یې طلا او بل یې نغدي پيسې دي،چې د پیسو ورکړه افغانستان ته ستونزي نه پیدا کوي او هغه اندازه پيسې د افغانستان بانک ته ورکول کېږي،چې د حداقل اقتصادي بحران مخنیوی پرې وشي.
دوی زیاتوي،له نړیوالو بانکونو د پیسو په یوار راوړل به د افغانستان پیسو ارزښت راکم کړي،خو په خبره یې که دا پيسې د پروژو او مرستو برخو لپاره وي افغانستان به له اقتصادي اړخه پر پښو ودروي.
اقتصاد پوه محمد نبي وايي:« که له نړیوالو بانکونو څ پیسې خوشي شي،مصرف یې د افغانستان پر زیان دی،خو که د مرستو پیسې افغانستان ته ورکړل شي،د افغانستان اقتصاد به پر پښو ودروي.»