Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا دولتي او غیر دولتي سازمانونو ته اجازه ورکړه چې له افغانستان سره مرستې او معامله وکړي.

admin by admin
2021/09/25

د لویدیځو له لوري پر طالبانو د سختو اقتصادي بندیزونو وروسته امریکا تازه دوه داسې جوازونه صادر کړي،چې له مخې به یې افغان ولس سره بشري مرستې ترسره کېږي او هغو فعالیتونو ته اجازه ورکړل شوې،چې د بشري همکاریو په برخه کې وي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي ویاند نېډ پرایس وايي، د افغانستان د امنیت او ټیکاو په موخه له خپلو نړیوالو متحدینو سره هم په خبرو اترو بوخت دي.

پرایس وايي:« نن د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو مرستو د کنټرول ادارې هغه دوه جوازونه صادر کړل،چې له مخې به یې په افغانستان کې زموږ بشري مرستې او داسې فعالیتونه،چې دغه مرستې کنټرول کړي، دوام پیدا کړي. په دې سختو شرایطو کې به له افغانستان سره د درملو مرستې او خوراکي توکو لېږد هم دوام پیدا کړي. بله موضوع د امنیت ده،چې موږ پرې له ملګرو هېوادونو سره خبرې کوو.»

امریکا داسې مهال له افغانانو سره د درملو او بشري مرستو رسولو خبره کوي،چې د روغتیا نړیوال سازمان هم دا اندیښنه تر هرڅه جدي ګڼلې او ویلي یې دي، د دوی له خوا څه اندازه مرسته شوې او د نورو بېړنیو مرستو غوښتنه یې کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان سیمه اییز استازی ډاکټر رېک برینن    وايي:« اوس مهال یوه له سترو ننګونو دا ده،چې په افغانستان کې درمل او روغتیايي تجهیزات نه شته او روغتیا نړیوال سازمان په تیرو څو اونیو کې کابو ۱۴۰ میټریک ټنه بېړنۍ مرستې کړې دي،چې په بېلابېلو کېټونو کې به روغتونونو او کلنیکونو ته ورسېږي. په دوی کې د کورونا او نورو ناروغیو اړوند تجهیزات هم شامل دي.»

بل لور ته د افغانستان ځينې ګاونډي هېوادونه له نړیوالو غواړي،چې د طالبانو له واکمنۍ ملاتړ وکړي،ترڅو د افغان ولس لپاره یو پیاوړی او له ټیکاوه برخمن حکومت جوړ شي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي:« اوس یوازې یوه لاره موجود ده. موږ باید اوسنی حکومت پیاوړی کړو،چې ټیکاو او امنیت راشي او دا کار باید د افغان ولس لپاره وکړو. طالبانو له موږ سره کومې ژمنې کړې وې؟ هغوی ویلي وو،چې د بشر حقونو ته به درناوی کوي او ټول ګډونه حکومت به جوړوي او نورو ډلو ته به اجازه ورنه کړي،چې له افغان خاورې چاته زیان ورسوي. اوس باید نړیوال د هغوی ملاتړ وکړي،چې دغه ژمنې عملي کړي.»

د اسلامي امارت چارواکي د خپلې واکمنۍ له پیله پر نړیوالو غږ کوي،چې له دوی سره دې بشري مرستې نه دروي او په دې سختوحالتو کې دې د افغان ولس لپاره امارت ته د مرستې او ملاتړ لاس ور وغځوي، خو ډېری هېوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې مشروطې کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي
اقتصاد

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist