راپورونه وایي، برتانیا د خپلو هوایي بریدونو تاوان ورکوي، چې افغانستان کې یې کړي او خلک یې قرباني شوي دي.
اسلامي امارت د برتانیا له دې اعلان هرکلی کړی، او زیاته کړې یې ده، چې له ټولو دخیلو هېوادونو به جنګي تاوان واخلي.
اسلامي امارت ویلي، د ټولو هغو کسانو لېست لري، چې په تېرو شل کلونو کې یې قرباني ورکړې او که په جګړه کې دخیل هېوادونه تاوان ورکړي، دوی به یې د قربانیانو تر کورنیو ورسوي.