په سوېل کې د پکتیا زندان مسوولین وايي، دغ ۶۰ کسان د اسلامي امارت ځواکونو له لوري، د غلا،قتل، نشه يي توکو او یو شمېر نور جرمنو په تور نیول شوي دي.
د یاد زندان مدیر مولوي سهیل سعید وايي:« پخوا دغه محبس کې تر ۶۰۰ کسانو ساتل کیدل،چې د اسلامي امارت له لوري مات شو او ټول ووتل،خو اوس له موږ سره ۷۰ کسان بندیان دي.»
سعید وايي، د زندانیانو د خوړو او روغتیا برخې ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د عدلیي او قضایي ارګانونو مسوولین یې پر وخت دوسیو ته رسېدنه کوي.
سعید زیاتوي:« د دوی دوسیو ته پر وخت رسېدنه کېږي،د عدلیي او قضایي ارګانو مسوولین یې دوسیې نه ځنډوي او د خوراک او روغتیا برخې ته یې هم ځانګړی پام کېږي.»
د اسلامي امارت مسوولینو شمشاد نیوز ته اجازه ورکړه، چې له بندیانو سره د زندان په وضعیت خبرې وکړي .
زندانیان د مسوولینو له چلن راضي دي او وایي، خوړو او روغتیایي وضعیت یې ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د دوسیو څیړل یې تر اوسه پورې نه دي ځنډول شوي .
د پکتیا زندان کې یو تن زنداني وايي:« موږ ته ډوډۍ ښه پر وخت رسېږي، دوسیو ته مو هم پر وخت رسېدنه کېږي. هېڅ ستونزه نه شته. دلته د امارت له لوري موږ ته هېڅ ستونزه نشته.»
د پکتیا زندان کې یو بل زنداني بیا داسې وايي:« دلته له بندیانو سره ښه چلن کېږي.ظلم او زیاتی نه شته او د امارت له مسوولینو ډېر خوشاله یو.»
عدلیي او قضایي ارګانونو کې وړاندې د فساد موجودیت له کبله د زندانیانو نیوکه دا وه،چې دوسیې یې پر وخت نه څېړل کېدې،خو اوس د اسلامي امارت مسوولین د بندیانو د دوسیو د پر وخت څېړلو ډاډ ورکوي.
د پکتیا زندان چې د اسلامي امارت له راتګ وړاندې په کې نږدې ۶۰۰ کسان ساتل کیدل، اوس په کې ۷۰ کسان د بند شپې او ورځې تېروي.