اوس هم د یو شمېر هېوادونو استازي او مشران دغې اسمبلۍ کې د ګډون په موخه امریکا ته ور روان دي.
د دغې ناستې ډیری تمرکز د اقلیمي بدلون کړکېچ، کرونا ویروس او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په تړاو دی.
تېره ورځ د ایران او امریکا په ګډون د یو شمېر هېوادونو مشرانو خپله وینا او مهمې خبرې یې وکړې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرس پخپلو خبرو کې اندیښنه څرګنده کړه، چې اوس مهال نړۍ په پېچلو شرایطو کې ده او یوازې نړیواله همغږي د حل لار کیدای شي.
په پام کې ده، چې نن هم د نړۍ ګڼ مشران د یادو ستونزو په تړاو په عمومي اسمبلۍ کې وینا وکړي.