د اسلامي امارت د صفونو د تصفیې کمېسیون په اعلامیه کې له چارواکو او قوماندانانو غوښتل شوي، چې خپلې لیکې تصفیه کړي او هغه کسان ترې وباسي، چې په اخلاقي فساد، مالي فساد، شخصي دښمنیو، د خلکو د حقونو په ضایع کولو، چور چپاول، بدیو، د خلکو ځورولو او یا نورو بدو اعمالو اخته او یا تورن وي.
اسلامي امارت ویلي، تر راتلونکو دوه اوونیو به یاد فرمان عملي شي او د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومي ریاست لیکې به پاکې شي.
د صفونو د تصفیې کمېسیون د اعلامیې په وروستي برخه کې مسؤلینو ته ګواښ هم شوی، چې که فرمان عملي نه کړي او تر راتلونکو ۱۵ ورځو تصفیه ونه کړي پر وړاندې به یې سخت قانوني چلند وشي.