تېره ورځ په کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګین ای د افغانستان بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دواړو لوریو پر دوه اړخيزو اړيکو، بشري او صحي مرستو، افغان مهاجرينو او محصلينو او یو لړ نورو اړونده موضوعاتو باندې خبرې وکړې.
ذبیح الله مجاهد لیکلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزير د ترکيې حکومت ته پیغام ورکړ، چې په افغانستان کې نیمه پاته پروژې بشپړې کړي او هم یې د دواړو خواوو د اړيکو او همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.