د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال پر امریکا سختې نیوکې وکړې.
رئیسي وویل، امریکا چې پر کومو هېوادونو بندیزونه لګوي، دا یې له هغو هېوادونو سره د جګړې مانا ورکوي.
په دغه عمومي غونډه کې د څه باندې سلو هېوادونو مشرانو ګډون کړی، خو ابراهیم رئیسي له تهران څخه په انلاین بڼه دغه سازمان ته وینا کوله.
ابراهیم رئیسي له پیله د واشنګټن پر ضد دی او پر ګوند یې هم د افراطیت تورونه دي.
اخوا امریکا او د نړیوالې ټولنې یو شمېر نور هېوادونه اوس هم پر دې ټینګار کوي، چې د اټومي پروګرام له امله باید پر ایران بندیزونه دوام پیدا کړي.