د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي، په دغه مجلس کې د طالبانو حضور بې ګټې او هېڅ درد ته نه دوا کېږي.
هایکو ماس ویلي، په اوس کې طالبانو ته په کار ده، چې د بشر حقونو ته درناوی وکړي، تروریستي ډلو سره پرېکون وکړي، د ښځو حقوقو او د ټولو قومونو استازو ته په دولت کې ونډه ورکړي.
راپورونه د ملګرو ملتونو له ادرسه وایي، د دغه سازمان په عمومي اسامبلۍ کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د خبرو کولو امکان له شک سره مخامخ دی.