هندي چارواکي وایي، دغه هیرویین یې د کجرات ایالت په یوه بندر کې نیولي، چې ارزښت یې دوه اعشاریه اووه میلیاردو ډالرو ته رسېږي.
هندي چارواکي وایي، د دغو هیرویینو په تړاو یې دوه کسان نیول او له یو شمېر نورو څخه پوښتنې ګروېږنې شوې دي.
چارواکي وایي، دغه هیروین لومړی ځل له افغانستانه د میده شویو کاڼو په نامه ور وړل شوي دي.
د هند استخباراتي چارواکي وایي، دوی ته راپور ورکړل شوی و، چې د ایران له عباس بندر څخه یو بار راوړل کېږي، چې ګومان کېږي نشه یي توکي په کې شامل دي.
هند ویلي، د پلټنو په پایله کې مالومه شوې، چې په قاچاق کوونکو کې یو شمېر افغانان هم شامل دي، چې دا مهال تر پوښتنو لاندې دي