دا برید نن سهار شاوخوا نهه بجې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند سرحدي لېوا ته څېرمه شوی دی.
د دې وسله وال برید سر بېره د جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې دوه چاودنې هم شوي دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.
د وسله وال برید او چاودنو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو څو ورځې وړاندې هم جلال اباد ښار کې د طالبانو پر رینجر موټرو بریدونه شوي وو، چې مسوولیت یې داعش وسله والو په غاړه اخیستی وو.