د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۳۰مه» یو شمیر پخوانیو دولتي چارواکو او ګڼ شمېر زورواکانو دافغانستان له بانکونو غلا شوي پیسې په الوتکو کې بهر انتقال کړي چې له امله یې اوس بانکونه د پيسو کمښت سره مخ دي.
مجاهد وايي:« میلونونه ډالر د افغانستان له بانکونو غلا شوي او د ځینو مشخصو کسانو له لوري وړل شوي او بانکونه خالي دي. بله اساسي ستونزه دا ده،چي د افغانستان پیسې په بهر کي بندې شوي او نه شو کولای،پیسې د بودیجې لپاره اماده کړو.»
اخوا یو شمېر د اقتصادي چارو شنونکي بیا روان حالت بحرانونکی یادوي او اندېښنه لري،که د بانکونو خزانې تشې شي،افغانان به له نه جبرانېدونکي اقتصادي بحران سره مخ شي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي:« د پیسو نه موجودیت په بانکونو کې او بندیزونه به افغانان له ستر اقتصادي بحران سره مخ کړي . روان حالت د فقر کچه نوره هم لوړه کړې.»
صنعت کاران اندېښنه لري،چې د بانکي چوپړتیاوو په درېدو سره به سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان ورسېږي او اخېستل شوي توکي به یې له هېواده بهر پاتي شي.
دافغانستان معادن او صنایعو خونې مشر شیرباز کمین زاده وايي:« د صحت،غذايي موادو اوس مهال هېواد ته د پیسو نه موجودیت له امله ته نشو راوړی. دا به ډیری کارونه پر ټپه ودروي.»
تردې مهاله پوري نه ده مالومه،چي د افغانستان له بانکونو څخه څومره پیسې اېستل شوي،خو مسوولین وايي، په دې تړاو څېړنې روانې دي او پایلې به یې له رسنیو سره شریکې کړي.