د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د ملګرو ملتونو ۷۶مې عمومې اسمبلې ته د وینا پر مهال ویلي، چې نړیوال باید په افغانستان کې د دایمي ثبات د راوستو لپاره هڅه وکړي.
د هغه په وینا، نړیوالو ته په کار ده، چې له طالبانو سره تعامل وکړي او له دغې ډلې سره اړیکو ته ادامه ورکړي، څو وکولی شي په افغانستان کې دایمي ثبات ټینګ شي.
هغه زیاته کړې، قطر تل په افغانستان کې له سوله ییزو لارو د ستونزو د حل غوښتنه کړې او اوس هم پر همدې دریځ ولاړ دی.
شیخ تمیم دغه راز ویلي، افغانستان دا مهال په حساسه مرحله کې دی او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري، چې نړۍ باید ورسره بشري مرستو ته دوام ورکړي او سیاسي اختلافات دې د دې مرستو پر وړاندې خنډ نه ګرځوي.