د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، له طالبانو تمه لري، چې د بشري حقونو په تړاو نړیوالو اصولو او قوانینو ته درناوی وکړي، او نړۍ به دې برخه کې له طالبانو سره حساب کوي.
جوبایډن د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي، امریکا غواړي افغانې ښځې او نجونې دې له ټولو حقونو برخمنې وي.
جوبایډن ټینګار کړی، چې افغانې ښځې او نجونې باید اجازه ولري، چې سیاسي، ټولنیزو او نورو چارو کې خپله وړتیا وښیي.
هغه زیاته کړې، په تېرو دوو لسیزو کې لومړی ځل دی، چې امریکا د نړۍ هېڅ برخه کې په جګړه کې ښکېله نه ده.
د بایډن په وینا، امریکا به په راتلونکو کلونو کې هڅه کوي، چې له نړیوالې ټولنې او نړیوالو ادارو سره خپلې اړیکې ورغوي او د جګړې پر ځای پر نورو مهمو چارو پانګونه وکړي.
د امریکا ولسمشر وویل، افغانستان کې یې شل کلنه جګړه ختمه کړې، خو د ډیپلوماسۍ یو نوی بهیر یې پیل کړی او په دې توګه د نړۍ بېلابېلو برخو کې د اړمنو کسانو مرسته کوي.