د روغتیا نړیوال سازمان مشر تډروس ادهانوم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، طالب مشرانو سره یې د روغتیايي سیسټم د فعاله ساتلو پر سر خبرې کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي، کابل کې یې له طالب مشرانو سره د روغتیايي وضعیت په تړاو خبرې کړي دي.
تډروس ادهانوم تېره ورځ د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی و.
ادهانوم ویلي، چې افغانستان دا مهال د روغتیا په برخه کې د تجهیزاتو، درملو او مسلکي پرسونل له کمښت سره مخ دی او په وینا یې دغه تشې د دې لامل شوي، چې ډير ناروغان ژوند له لاسه ورکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر همدارنګه ژمنه کړې، چې دغه سازمان به له وزیر محمد اکبر خان روغتون سره د تجهیزاتو، درملو او پرسونل روزلو برخه کې همکاري وکړي.