کورنیو چارو وزارت پر خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي، د چارو د غوره ترسراوي او همدارنګه د خدماتو د وړاندې کولو په موخه یې مولوي نورجلال د تعلیماتو او پرسونل مرستیال، عبدالله خان د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال، مولوي شمس الدین منصور د پالیسي او ستراتیژۍ مرستیال، او مولوي زین الله د مقام دفتر لوی رییس په توګه ګمارل دی.