د اسلامي امارت چارواکي وايي، د پکتیا پټان او پښتونخوا کورمې ایجنسۍ خرلاچي لاره، چې له یوې میاشتې راهیسې تړلې وه، نن بېرته پرانېستل شوه.
دوی وايي، دغه لار د دوه اړخیزې هوکړې پر بنسټ پرانېستل شوه او هغه لسګونه بار وړونکو موټرو ته د تګ اجازه ور کړل شوې، چې د کرښې دواړو غاړو ته ولاړ وو.
دوی زیاتوي، چې د دغې هوکړې له مخې به د خرلاچي پر لاره محدود شمېر افغان وکړو ته پښتونخوا ته د تګ اجازه ورکول کېږي.
د پکتیا اطلاعاتو کولتور رئیس خالقیار احمدزی وايي:« د پکتیا ډنډه پټان او پښتونخوا کورمې ایجنسۍ لاره نن د یوې هوکړې پربنسټ د بار وړونکو موټرو پر مخ پرانېستل شوه او د هوکړې له مخې به هره ورځ پاکستانی لوری محدود شمېر افغان وګړو ته پښتونخوا ته د تګ اجازه ورکوي.»
یو شمیر موټر چلوونکي، چې د کرښې دې غاړې ته یې د تګ لپاره څو اوونۍ انتظار کړی دی، له دواړو خواوو غواړي، چې لاره دې پرانیستې وساتي.
یو تن موټر چلوونکی وايي:«داسې مالونه شته، چې اور اخلي، د ډبرو سکاره چې اور واخلي بیا یې تاوان څوک ورکوي. زموږ هېله دا ده، چې دغه لاره پرانېستې وساتل شي.»
یو بل تن موټر چلوونکی بیا وايي:« افغانستان نور څه عاید لري، همدا ټرانسپورټ دی، کاروبار ټول پر همدې ولاړ دی، چې دا نه وي موږ به څه وکړو.»
د خرلاچي له دغه لارې تېریدونکي مسافر وایي، پر دروازه دې د هغو کسانو شمېر زیات شي، چې پښتونخوا تګ راتګ کوي.
پخوا له دغې لارې د هر تلوونکي مسافر له ۱۵ تر ۲۰ کلدارې اخېستل کېدې.خو اوس یې مخه نیول شوې.
د یو تن مسافر وايي:« زموږ غوښتنه دا ده، چې پر دغه لاره دې ډېرو کسانو ته د تګ اجازه ورکړل شي. دلته ناروغان او سپین ږیري د تګ لپاره تر ورځو ورځو انتظار کوي.»
د پټان نظامي ولسوال مولوي مصطفی وايي:« پخوا به له دغې لارې د تېرېدونکو مسافرو له ۱۵ تر ۲۰ کلدارې اخېستل کیدې او بیا به ورته د تګ اجازه ورکول کېده، خو اوس د دغه پیسو اخیستل بند شوي دي.»
د اسلامي امارت مسئولین وایي، د خرلاچي پر دوازه او د ګردیز پر لاره په بشپړ ډول د پیسو اخېستلو مخنیوی شوی او چاته اجازه نه ورکوي، چې له موټر چلوونکو په یوه او بله پلمه پیسې واخلي.