د لومړي وزیر جسټن ټروډو د کاګر ګوند، د لومړنیو پایلو له مخې تر اوسه دغه ټاکنې ګټلې دي.
د سي بي سي تلویزیون د وروستي راپور پر بنسټ، د کاناډا د ۴۴مې دورې پارلماني ټاکنو ډیرې څوکۍ د ټروډو ګوند ترلاسه کړې دي.
ویل کیږي، چې د ۱۷۰ څوکیو له ډلې ښايي ۱۵۲ څوکۍ د کارګر ګوند ته ورسیږي.
د دغو ټاکنو لپاره له تېرو څو اونیو راهیسې کمپاینونو دوام درلود.
اخوا یو شمیر اپوزیسیون ډلو نیوکه درلوده، چې د کرونايي حالاتو لپاره باید ټاکنې وځنډول شي او ځینې محدودیتونه ولګېږي.