په پام کې ده، چې د ملګرو ملتونو په دغه ۷۶مه عمومي ناسته کې له سلو د زیاتو هېوادونو مشران ګډون وکړي.
لومړني راپورونه وايي، چې د روان کال د عمومي اسمبلۍ د ناستې اجنډا ګانې لا له وړاندې ټاکل شوي دي.
په دغه ناسته کې به د اقلیم بدلون، کرونا، افغانستان او ایتوپیا روان کړکېچ په اړه خبرې وشي.
د ملګروملتونو سرمنشي وايي، نړۍ اوس په یوه ډیر حساس حالت کې ده او هرڅه په نورمال ډول مخکې نشي تللی.
انتونيو ګوتېرس زیاته کړې، ټول باید په ګډه دا هڅه وکړي، چې نړۍ بېرته عادي حالت ته ستنه شي.