مزارشریف ښار کې د ډاکټر نادر عالمي کورنۍ غړي وایي، چې نوموړی د دوشنبې په ماذدیګر د خپل کور له مخې اختطاف شوی دی.
د تښتول شوي ډاکټر زوی احمد زوبین عالمي شمشاد ته وویل، چې د پلار له تښتول کېدو یې ۲۴ ساعتونه تېرېږي، خو په وینا یې چې لا یې هم کوم څرک نه دی موندل شوی.
د هغه په وینا، دغه قضیه د ښار نهمې ناحیې په مربوطاتو کې رامنځته شوې او یاد ډاکټر د خپل کور له مخې تښتول شوی.
احمدزوبین زیاته کړه، د بلخ سیمه ییز مسوولین یې په جریان کې اچولي او هیله لري، چې پلار یې ژر پیدا کړای شي.
په ورته مهال د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست ذبیح الله نوراني شمشاد ته وویل، چې د یادې قضیې په تړاو جدي څېړنې روانې دي.
هغه زیاتوي، دوی له انسان تښتوونکو سره جدي چلن کوي.
د نوراني په وینا، د بلخ امنیتي مسوولینو هڅې پیل کړي، چې یاد ډاکټر د تښتوونکو له منګولو وژغوری او بېرته یې کورنۍ سره یو ځای کړي.