د انګلستان کرېکټ بورډ پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په سیمه کې حالات اندېښمنوونکي دي، دوی نه غواړي چې پر لوبغاړو زیات فشار راشي، نو له همدې امله یې پاکستان ته د یادې ډلې سفر او لوبې لغوه کړي دي.
د پاکستان کرېکټ بورډ مشر رمیز راجا د انګلستان په دې پرېکړه سخت خفه شوی او زیاته کړې یې ده، چې د دې کار تمه یې نه درلوده، او په وینا یې لوېدیځ هېوادونه له پاکستان سره د نه لوبېدو لپاره بې ځایه پلمې لټوي.
تر دې وړاندې نیوزیلنډ هم له پاکستان سره لوبې د امنیتي ګواښونو له امله لغوه اعلان کړې.
ټاکل شوې وه، چې انګلستان او پاکستان د راتلونکې اکتوبر میاشتې په ۱۳ مه او ۱۴ مه دوه شل اوریزې لوبې ترسره کړي.