د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۳۰ مه» د یو خبري کنفرانس پر مهال کابینه کې یوه شمېر نوي سرپرست وزیران او همدا راز د ځینو وزارتونو لپاره مرستیالان معرفي کړل.
مجاهد وايي، د پنجشیر ولایت اوسېدونکی او د هېواد ملي سوداګر حاجي نورالدین عزیزي د سوداګرۍ وزارت د سرپرست په توګه، صدر ملا محمد ابراهیم د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه، ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت د مرستیال په توګه، انجنیر نظر محمد مطمین د اولمپیک ملي کمېټې د سرپرست په توګه، ډاکټر محمد فقیر د مرکزي احصائې د ادارې د سرپرست په توګه او ځینې نور کسان یې د وزارتونو د مرستیالانو په توګه ګمارل شوي دي.
مجاهد دغه کابینه ټولشموله او مسلکي یاده کړه.
نړیوال د اسلامي امارت په رسمي پيژندنې لپاره یو شرط هم ټولشموله حکومت اېښی دی.