د کابل سرپرست ښاروال حمد الله نعماني د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۸ مه» د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، پر هغو تاسیساتو او لوړو ودانیو به درنې جریمې وضع کړي،چې په غیر معیاري ډول جوړې شوي وي.
نعماني د ښار پاکوالي او پراختیا لپاره هم خپله تګلاره روښانه کړه،چې له مخې یې د کثافاتو ټولو او ښار زرغونتیا او همدا راز د سمټي دیوالونو لرې کولو لړۍ دوام لري.
نعماني زیاتوي:« د ساختمانونو چارې مطلق وځنډولې،دې ته مو هم نه دي کتلی،چې په پلاني ساحه کې ده او که په غیر پلاني ساحه کې،بلکې د میډیا له لارې مو اعلان وکړ،چې تر دویم امر باید د ملیکیتونو او ساختمانونو چارې ودرېږي.»
نعماني وایي، یو شمیر بهرنیو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو په کابل کې ۱۵۳ رغنیزې پروژې پیل کړې وې،چې ځینې یې بشپړې او ځینې یې نېمګړې پاتې دي او د بشپړ شویو پروژو لګښت هم کورنیو شرکتونو ته نه دی ورکړل شوی.
هغه وايي، اوس یې له یو شمېر هېوادونو سره خبرې پيل کړي،چې د یادو پروژو لګښت ورکړي او زیاتوي، که دا کار ترسره نه شي،چمتو دي،چې نیمګړې پروژې د راتلونکي مالي کال په بودیجه کې شاملې کړي او لګښتونه یې دوی پرې کړي.
نعماني زیاته کړه:«بانک جهاني یا نور وجهي صندوقونه،چې د دغو مصارفو ضمه یې پر غاړه اخیستې ده،هغه به دې ته تیار شي او ځینو یې ژمنه کړې ده. موږ ورسره په تماس کې یوو،چې د چا پروژې بشپړې شوې یا ۵۰ سلنه شوې دي، موږ هغوی ته پیسې ورکوو، خو که احیانا ورنه کړل شي، موږ به په راتلونکي کې یې په ملي بودیجه کې نیسو.»
د کابل ښاروالۍ وایي، خلک دې ټکس او مالیې ورکړي، له جعل، فریب او چل دې ډډه وکړي او د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخامخ شي.