کابل کې د چین سفیر وانګ یو د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت سرپرست سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره له «قید او شرط پرته) مرستو او همکاریو ته ژمن دی.
د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د وانګ یو له قوله ویلي، چین په نژدې راتلوونکي کې له افغانستان سره ۱۵ میلیون ډالر او د کرونا د درې میلیونه ډوزه واکسین مرسته هم وکړي.
د دغه وزارت د مالوماتو پر بنسټ، د چین دغه مرستې به د ژمي په رسېدو سره افغانستان ته ورسېږي.
تر دې مخکې هم په کابل کې د چین سفارت له افغانستان سره د کرونا ویروس ضد یو میلیون ډوزه واکسین د مرستې خبر ورکړی و.