روسي رسنۍ د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله لیکي، چې که له افغانستا سره مرستې ونه شي، نړیواله ټولنه یې بانکي حسابونه وتړي او له افغانستان سره اړیکې پرې کړي، نو افغانستان کې به بحراني وضعیت رامنځته شي، چې دا به بیا د نړۍ لپاره هم سرخوږی وي.

راپورونه د مجاهد له قوله وایي، چې د ښځینه ښوونځیو ځنډول د تخنیکي ستونزو له امله دي، چې اسلامي امارت غواړي ښوونځیو ته د ښځو په تګ راتګ کې اسانتیاوې او خوندي فضاء رامنځته کړي.

نوموړي ویلي، دا هغه څه دي، چې په تېر حکومت کې هم د ښځو لپاره نه و برابر شوي او د ښځو حقوق یې تر پښو لاندې کړي وو.

راپور کې وړاندې ویل شوي، چې اسلامي امارت د غرب هغه نیوکې هم رد کړي، چې ولې په کابینه کې قومي انډول په پام کې نه دی نیول شوی.

اسلامي امارت وایي، دوی ته قومیت مهم نه دی، بلکې تقوا او اهلیت مهم دي.