Skip to content
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود، چې هند ته تللی وايي، د ریاض او نوي ډیلي ګډه اندېښنه داده، چې دا هېواد بیا د نړیوالې ترهګرۍ پر سرچېنې بدل نه شي.
فیصل بن فرحان السعود ویلي، طالبان مسوولیت لري، چې سم قضاوت او حکومت وکړي، ټول شموله واوسي، د افغانستان ټولو خلکو ته فرصت ورکړي او یوه داسې لاره غوره کړي، چې د سوکالۍ، امنیت او ثبات لوري ته ځي.
د سعودی بهرینو چارو وزیر ویلي، دوی باید د امنیتي وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې هم په پام کې ونیسي.