د تېرې یکشنبې پر ورځ د طالبانو له اعلان وروسته د هلکانو پر مخ ښوونځي پرانیستل شول، خو د نجونو ښوونځي لاهم تړلي پاتې دي.
خو د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی، چې ښوونځيو ته د افغانو نجونو تګ باید له پامه ونه غورځول شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اعلامیه کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو نه پرانیستلو له امله اندېښنه ښودل شوې ده
یونیسف ټینګار کړی، چې نجونې باید شاته پاتې نشي او په خبره یې باید ټولې انجونې زده کړو ته لاس رسئ ولري، ځکه ښځينه ښوونکو ته اړتیا لیدل کیږي.
یونیسف زیاته کړې، چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د تعلیم په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او په وینا یې د ښوونځیو شمېر دوه برابره شوی دی.
له بل لوري طالبانو اعلان کړی، چې د نجونو ښوونځي به هم ډېر ژر پرانیستل شي.
پر همدې مهال د پوهنې وزارت رهبري د دغه وزارت له ټولو نارینه کار کوونکو څخه غوښتي، چې سر له سبا دوشنبې خپلو دندو ته حاضر شي.