فرانسوي چارواکي وايي، د بریټانیا، استرالیا او امریکا ترمنځ په پټه توګه امنیتي هوکړه شوې او دوی یې ندي خبر کړي.
فرانسه وايي، دغه سفیران د سلا مشورو لپاره ور غواړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه پرېکړه یې غیر عادي وضعیت ته په کتو کړې ده.
بریټانیا او امریکا د دغې امنیتي هوکړې له مخې اسټرالیا ته ځینې سمندري نظامي تجهیزات ورکړي دي.
اخوا چین هم د بریټانیا او امریکا پر دغه کار غبرګون ښودلی دی.
چین وايي، دا هوکړه په سیمه کې د لوېدیځو هېوادونو لاسوهنه ده او باید مخه یې ونیول شي.