فارن پالیسي نشریې ویلي، امریکا د ملګروملتو له امنیت شورا غوښتي، چې د ځینې طالب مشرانو د سفر د بندیز د معافیت موده وغځوي، څو په ځینو لویو سیاسي غونډو کې برخه واخلي.
ویل کېږي، د طالبانو د ۱۴ مشرانو د سفر د بندیز د معافیت موده روانه سیپټمبر میاشت کې پای ته رسېږي.
امریکا وړاندیز کړی، چې د طالب مشرانو د سفر د معافیت موده دې د ډسمبر میاشتې تر ۲۲ نېټې پورې وغځول شي.
راپور کې دا هم ویل شوي، چې دا معافیت طالبانو ته اجازه ورکوي، تر څو له کنګل شویو بانکي حسابونو څخه د سفر د لګښت پیسې هم واخلي.