د اسلامي امارت د مطبوعاتو غړی بلال کریمي وايي، د مالیې وزارت د بانکونو له لاري دولتي کارکوونکو ته د معاشاتو لړۍ پیل شوې او ټولو کارکوونکو ته به معاشات ورکړل شي.
کریمي وايي، د معاشونو د ورکولو لړۍ د مالیې وزارت له لوري په چټکی سره روانه ده.
کریمي زیاتوي:« کارکوونکو د معاشتو د ورکړې لړۍ د مالیې وزارت له لوري پیل شوې او د یوه منظیم سیتم له لارې د بانکونو له خوا ورکول کېږي او دا پروسه چټکه روانه ده.»
خو کابل ښار کې یو شمېر ښوونکي بیا وايي، تر اوسه پورې یې تنخواه نه ده ا خېستې او له سختو ستونزو سره مخ دي.
دوی زیاتوي،چې تراوسه پورې د اړونده وزارتونو له خوا د معاش په تړاو ډاډ هم نه دی ورکړل شوی.
یو تن ښوونکی وايي:« زموږ ژوند په معاش سره مخکي ځي،خو تر اوسه پورې معاش نه دی راکړل شوی.»
ښوونکي وايي٬ د ژوند اړتیاوو د پوره کولو لپاره پرته له معاش نور عاید نه لري او که ورنه کړل شي ژوند کول به ورته سخت وي.
یو تن ښوونکی وايي:« موږ له معاش بل عاید نه لرو او یوازي د ژوند کول مو له معاش سره عیار کړي دي.موږ ته باید ژر معاش راکړل شي،چي د ژوند ستونزي ورسره حل کړو.»
خو د اسلامي امارت مسوولین وايي، دا مهال په ټول هېواد کې دولتي کارکوونکو ته د معاشاتو ویش لړۍ روانه ده او ټولو ته به خپلې تنخواوې وویشل شي.