په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین وايي، د نوي دولت پر تشکیل کار روان دی او ښايي څو میاشتې وخت واخلي.
شاهین وايي، په همدې موخه د نوي دولت لوړې مراسم هم لغوه شوي او دغو مراسمو ته رابلل شویو هېوادونو ته یې هم خبر ورکړی دی،چې مراسم ځنډیدلي دي.
شاهین زیاتوي: «د اسلامي امارت له خوا د نوي دولت تشکیل ښايي،څو ورځې او یا څو میاشتې وخت ونیسي او ممکن د دولت په ترکیب کې تغیرات هم راشي. په همدې موخه د نوي دولت لپاره د لوړې ترتیب شوي مراسم وځنډول شول.»
خو د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې یوازې امنیت ټینګښت درد نه شي دوا کولای او طالبان باید ژر تر ژره د نوي دولت کابینه بشپړه کړي او ځنډ یې د هیواد پر زیان دی.
د سیاسي چارو شنونکی خیرالله شینواری وايي: «اوس په کار دا ده،چې طالبان ژر تر ژره د حکومت اداري چارو ته توجه وکړي او له ځنډ پرته د نوي دولت کابینه بشپړه کړي،ترڅو حکومتولي پیل شي،ځکه په اوسنیو شرایطو کې افغانستان په اداري خلا کې واقع دی او طالبان یوازې د امنیت پر ټینګښت بوخت دي.»
د طالبانو سیاسي دفتر داسې مهال د نوي دولت د بشپړ تشکیل په تړاو دغه څرګندونې کوي، چې د اسلامي امارت مسوولینو اعلان شوې کابینه سرپرسته بللې او ژمنه یې دا وه، چې داسې حکومت به اعلانوي، چې دهېواد ټولې پرګنې به په کې ځان وویني او ټولو اړخونو ته به د منلو وي، خو اوس چې سرپرسته کابینه اعلان شوې طالبان وايي د نوي دولت پر تشکیل کار روان دی او بدلون به هم پکې راځي.