د پوهنتون استاد ضمیر څار وايي:« د شانګهای د همکاریو سازمان او د سیمې هېوادونه حق لري،چې د افغانستان په تړاو اندېښنه څر ګنده کړي. دلایل یې مشخص دي، چې دوی په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. طالبانو وضیعت د کنترول لپاره اقدامات نه دي کړي او ټولشموله حکومت یې نه دی جوړ کړی.»
نیوکې د سېمې او نړۍ پر هېوادنو او د شانګهای د همکارۍ پر سازمان غړو هم دي، چې خپلې اندېښنې له نږدې طالبانو سره نه شریک کوي او خپلې غوښتنې دې مخامخ بیان کړي.
له طالبانو هم غوښتنه ده،چې نړیوالو اصولو سره دې ځان برابر کړي او د هېوادونو اندېښنې دې د خبرو له لارې حل کړي.
د سیاسي چارو شنونکی سیدعبادالله صادق وايي:«د شانګهای هېوادنونه دې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او دا ستونزې له لرې نه حل کېږي. دوی دې خپلې غوښتنې له نږدې شریکې کړي .»
یو شمېر نور بیا د شانګهای د همکارۍ سازمان اندېښنې بې ځایه بولي او کنګل شوې پانګه د افغانانو سرمایه بولي.