افغانستان شااوخوا یوه میاشت کېږي،چې د اسلامي امارت له خوا رهبري کېږي،خو تر اوسه پورې له کابل نړیوال هوايي ډګره نړیوالې الوتنې نه دي شوي او خلک ورته ورځې شماري.
په کابل کې د یوه سیاحتي شرکت کار کوونکي وایي، له تیرې یوې میاشتې راپدېخوا ورته هره ورځ لسګونه کسان بهرنیو هېوادونو ته د ټکټ اخېستلو لپاره ورځي، خو د دوی جواب ورته منفي دی.
اماراتو ته تلونکی یو مسافر نجیب الله ځاځی وايي:« وخت پوره دی او وېزې مو کنسل کېږي، کله وېزې کنسل شي، نو د خلکو تکلیفونه بې ځایه کېږي،خارج کې خو دا مني،چې ستا یوه ورځ واوښته.یوه ورځ هم چې ناوخته ورشې،وېزه دې کنسل ده او اجازه نه درکوي.»
دې سیاحتي شرکت ته د ټکټ اېستلو لپاره راغلي،کسان هم شکایت کوي چې بهرنیو هېوادونو کې یې کاروبار بې برخلیکه پاتې دی، ویزې یې د ختمېدو په حال کې دي او د هرې ورځې په تیرېدو سره ورته د زیان کچه لوړېږي.
سیاحتي شرکت عمومي مدیر قریب الرحمن وايي:« مراجعین روزمره راځي،چې وېزې او پاسپورت هر څه قانوني ورسره شته دی. متاسفانه هوايي ډګر بند دی، الوتنې نه شته نو خلکو ته ستونزې ډېرې دي. موږ هم هره ورځ تاوانونه کوو، د دفتر لګښت راباندې راځي، دا یوه،یوه نیمه میاشت کېږي.»
اسلامي امارت وایي،پر کابل هوایي ډګر د بیا رغونې چارې په چټکۍ روانې دي او ډېر ژر به یاد هوایي ډګر د بهرنیو الوتنو لپاره چمتو شي.