Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا:یو شمیر بې سرپرسته  مېرمنېو،چې ماشومان یې له لوږې کړیږي د ځان وژنې هڅه کړې

admin by admin
2021/09/18

د پکتیا ولایت  مرکز ګردیز ښار ته دا بې سپرسته مېرمنې،چې هره یوه یې د ژوند ترخې کیسې لري، یوه خیریه بنسټ ته د مرستې غوښتنې لپاره راغلي، وايي، ماشومان یې له لوږې کړیږي  او له همدې امله یې د  ځان وژنې هڅې کړي. 

دوی د هغه لسګونه ښځو له ډلې دي،چې د کورنیو سرپرستان ترې جګړو اخېستي او تر ورځو ورځو ماشومانو ته خواړه نه شي برابرولی .

پکتیا کې یوه بې وزله میرمن وايي:«د الله په هیله ناست یو. ماشومان مې ژاړي، نجونې مې د سوال لپاره د خلکو کورونو ته ځي،خو ډېر کله څوک څه نه ورکوي. یوه لور مې سپي وداړله، د  ورځو ورځو د خوړو لپاره څه نه لرو.»

یوه بله میرمن چې د څلورو لوڼو سرپرستي ور پر غاړه ده ، خاوند او نارینه او اولاد نه لري وایي، نور یې د خپلو لوڼو لوږه ونه شوه زغملی او څو ورځې وړاندې یې د ځان وژنې هڅه وکړه،خو په خبره یې  وژغول شوه .

 هغې زیاته کړه:« پرون مې ماشومانو نه پریښودم.ډوډۍ یې غوښته،څه مو نه لرل اړه شوم، د موږکانو دوا مې  وخوړه. د ماشومانو ژړاګانو کلیوال خبر کړل، هغوی روغتون ته یووړم او وژغورل شوم.»

خان وزیر،چې د ۱۱ کسیزې کورنۍ سرپرست او د زړه ناروغي لري وایي، د ډیر پور تر څنګ یې د خپلې درملنې او د کورنۍ غړو د ژوندي ساتلو لپاره یې د کوچنۍ لور د پلورلو پریکړه کړې.

 خان وزیر زیاتوي:« پوروړی یم.د زړه ناروغي لرم.کورنۍ مې له لوږې سره مخ ده، اوس مو پریکړه کړې،چې یوه کوچنۍ لور وپلورم.»

له دا ډول بې وزله کورنیو سره حماس خیریه بنسټ هره میاشت نقدي او د خوراکي توکو مرسته کوي، خو مسوولین یې وایي، د بد اقتصادي وضعیت له کبله له بنسټ سره د مرسته کوونکو شمیر کم شوی دی 

د حماس خیریه بنسټ مشر عبدالهادي حماس وايي:« د وروستي بد اقتصادي وضعیت له کبله د هغو کسانو شمیر کم شوی دی،چې د زموږ د بنسټ له لارې له بې وزلو سره د خوراکي توکو، پوهنې او روغتیا برخو کې مرسته کوي.اوس زموږ تمرکز یوازې پر خوراکي توکو دی،خلک له لوږې سره مخ دي.»

ګردیز کې دغه کورنۍ چې ماشومان یې له لوږې کړیږي ، له اسلامي امارت، مرستندویه بنسټونو او ملي سوداګرو د خوراکي توکو د مرستې غوښتنه کوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
نړۍ

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist