د امنیت شورا یو شمیر نور غړي بیا که څه هم د افغانستان اوسنی وضعیت د ډاډ وړ او ښه نه بولي، خو د یوناما په شتون او فعالیت ټینګار لري او وايي، باید د افغان ولس ترڅنګ پاتې شي.
ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا توماس وايي: «موږ پوهېږو چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت ډېر ښه نه دی او ستونزې زیاتې دي، خو ملګري ملتونه باید د افغانانو لپاره کار وکړي. ځکه هلته د ملګرو ملتونو رول ډېر اړین دی او خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. موږ به د همدې هدف لپاره له هغوی سره پاتې شو.»
اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکو نظر په افغانستان کې د یوناما د فعالیت غځیدل ځکه ښه دی، چې د اعلان شویو بشري مرستو د لېږد لپاره به تر ډېره د ګاونډیو هېوادونو او پردیو لاس لنډ شي او مستحقو افغانانو ته به ورسیږي.
دا د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو دویمه ناسته ده، چې په لومړۍ ناسته کې غړو هېوادونو له افغانانو سره د ۱.۲ میلیارده ډالرو بشري مرسته اعلان کړه او په تازه ناسته کې غړو هېوادونو افغانستان کې د یوناما فعالیت تر شپږو میاشتو تمدید کړ.