Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان:امریکا دې افغانستان کې د القاعدې او داعش په اړه اندېښنې له ډيپلوماتيکو لارو شریکې کړي

admin by admin
2021/09/18

د  اسلامي امارت  د فرهنګي کمېټې غړی قاري سعید خوستی وايي، ښه دا ده،چې امریکا او ملګري ملتونه  دې په افغانستان کې د القاعدې او داعش په اړه اندېښې  د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې شریکې کړي.

خوستی وايي، وايي، داعش او القاعده بهانه ده او امریکا له دې اړخه غواړي فشارونه زیات کړي.

خوستی زیاتوي:« دا یو تبلیغاتي فشار ده،په واقیعت کې هېڅ شی نه شته دی. القاعده دلته شتون نه لري،ان له کلونو کلونو را په دې خوا دا خپله امریکا ته هم ثباته شوې ده.

اړتیا څه ده،چې په رسنیو کې دا خبرې راپورته کېږي.موږ له امریکا سره ډیپلوماټیک چینلونه لرو،د دې لارې دې شریک کړي،چې القاعده چېرته ده؟

داعش یوه امریکایي پروژه وه،چې له تېر حکومت سره په ګډه  یې عملي کوله او د دوی له وتلو وروسته له مینځه تللې ده.»

امریکایان له افغانستانه د وتلو وروسته افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلې د بیا فعالیت په اړه اندېښې لري،هغه وسلوالې ډلې چې طالبانو د دوحې په هوکړه کې یې د مخنیوي ډاډ ورکړی دی.

طالبانو له داعش سره هغه وخت سخته جګړه وکړه،چې دا ډله په ختیځ کې زور کې وه.

هغه وخت امریکایانو هم له طالبانو مننه کړې وه،چې د داعش په ماتولو کې یې خپله مرسته کړې ده.

ویل کېدل،د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته القاعده شبکه افغانستان کې له فعالیت غورځېدلې او فعالیتونه یې درېدلي دي.

سیاسي فعالان وایي، د ترهګرۍ ګواښ پرځای دی،خو نړیوال او یو شمېر هېوادونه دې د کمپاین پرځای مخنیوی وکړي.

 سیاسي فعال نصیر اخترزی  وايي:« داعش او القاعده نه یوازې د  افغانستان بلکه د سیمې لپاره یوګواښ دی. وروستی برید،چې هوایي ډګر کې وشو مسولیت یې داعش ومانه،په تېر کې یې خلک وژلي،کورونه ورته سوځولي دي.

زموږ هېله دا ده،چې نړیوال او یو شمېر هېوادونه دې دې ‌ډلې ته کمپاین نه کوي او مخنیوی دې وشي.»

 د طالبانو له واکمن کېدو سره اوس د افغانستان د امنیت چارې حقاني شبکې ته سپارل شوي دي،هغه ډله چې په تېرو شلو کلونو کې په خورا پېچلو بریدونو او عملیاتو کې دخیله بلل کېده.

د پوهنتون استاد ذاکر جلالي وايي، القاعده او داعش اوس په پخواني زور کې نه دي،چې د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ جوړ کړي.

جلالي زیاتوي:«فکر کوم،داعش افغانستان کې داسې ګواښ نه ده،چې بین المللي امنیت ته ګواښ جوړ کړي.

القاعده هم اوس په کافي اندازه کمزورې شوې ده،هغه ظرفیتونه نه لري،چې د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ شي.»

د محمد اشرف غني پر مشرۍ حکومت امنیتي ادارې په دې باور وې،چې افغانستان کې د نږدې ۲۱ وسلوالو ډلو جنګیالي جګړه کوي،چې خوندي بستر ورته طالبانو جوړ کړی دی، خو اوس چې د طالبانو د واکمنۍ یوه میاشت تېره شوه،د داعش له یو خونړي برید پرته د کومې ډلې له لوري کومه هڅه نه ده شوې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
نړۍ

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist