د امریکا دفاع وزارت ویلي، د کابل نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه هوايي برید کې د داعش ډلې غړي نه، بلکې ملکي بې ګناه وګړي وژل شوي دي.
پنټاګون یاد برید کې د ملکي خلکو د وژل کېدو له امله بښنه هم غوښتې ده.
د تېرې اګست میاشتې پر ۲۹ مه نېټه امریکایانو د داعش په نوم د ملکي کسانو پر یوه کور هوایي برید وکړ، چې لس کسان یې په کې ووژل.
د امريکا د مرکزي قوماندۍ پلټنو ثابته کړې، چې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې یې د خيريه بنسټ د يوه غړي په ګډون د هغه د کورنۍ لس غړي وژلي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
هغه مهال امریکا ادعا کوله، چې په یاد برید کې یې داعش ډلې پورې اړوند کسان وژلي دي.
تر دې وړاندې واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز ورځپاڼو هم د پلټنو په پایله کې ویلي وو، چې امریکایي ځواکونو برید د ملکي کسانو پر یوه کور کړی او بې ګناه انسانان یې ووژل.