د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ مشر فلیپو ګراندې ویلي، د دایمي ثبات ساتلو او افغانستان د ژغورلو لپاره دې نړیوال له طالبانو سره ګډې لارې چارې ولټوي.
فلیپو ګراندې ویلي، نړۍ دې اجازه نه ورکوي، چې افغانستان بې ثباته او د نا امنیو خواته ولاړ شي.
د هغه په خبره، نړۍ له دوه انتخابونو سره مخ ده، یا به منزوي افغانستان په ګډوډیو او نا امنیو کې پرېږدي او یا به د دغه هېواد د ثبات لپاره د طالبانو له حکومت سره د خبرو لارې چارې پيدا کوي.
د ملګرو ملتونو کډوالو چارې ادارې ټینګار دادی، چې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ ګډ کار د افغانستان د ثبات لپاره خورا مهم دی.