له تاجکستان وروسته اوس پاکستان هم پر ډیورنډ فرضي کرښه سرتېري ځای پر ځای کړي، تر څو خپلې ګټې خوندي کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي، افغانستان کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړې سختې شوي او اړتیا ده، چې خپل لوري ته سرتېري ځای پر ځای کړي.
شیخ رشید اندېښنه ښودلې، چې د جګړو سختېدو سره به افغان کډوال او وسله وال د دوی لوري ته ورواوړي.
نوموړي ویلي، د اغزن تار په شاوخوا کې د سرتېرو ګمارل به د قاچاق او غیر قانوني تګ راتګ مخه هم ونیسي.