سیف الرحمان دهزاد د طالبانو د تېرې شپې برید کې وژل شوی دی.
امنیتي سرچینې وایي، تېره شپه طالبانو له موټربم برید او جګړې وروسته د قیصار د امنیه قومندانۍ تعمیر نیولی دی.
شیبه وړاندې یوې معتبرې سیمه ییزې سرچینې شمشاد نیوز ته وویل، د تېرې شپې جګړه کې د قیصار امنیه قومندان له خپلو څو تنو نورو ساتونکو سره وژل شوی دی.
سرچینه وایي، چې نن سهار ۱۲ تنه دولت پلوه ځواکونه قیصار کې طالبانو ته تسلیم شوي.
حکومتي مسوولینو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.