ولسمشر د امریکا د سنا مجلس د بیلا بېلو کمېټو له غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي ددې تمه شته چې ژر تر ژره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.
نوموړي ویلي افغان حکومت د هر هغه ګام هرکلی کوي چې دلته د سولې او امنیت د راتګ سبب شي.
دده په خبره هیله لري چې ژر تر ژره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې پيل شي او په دې توګه دلته روان ناورین د افغانانو په لاس پای ته ورسېږي.
نوموړي په بیلا بېلو برخو کې د امریکا د خلکو له مرستو مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې او پیاوړې شي.
ولسمشر غني دغه راز ویلي چې ترهګرې ډلې افغانستان، سیمې، نړۍ او امریکا ته ګواښ دي نو د ټولو ګډ مسوولیت دی چې پر وړاندې یې مبارزه وکړي.
له دې سره د جرمني بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د احتمالي هوکړې د لاسلیکېدو هرکلی کړی او دا یې د افغان سولې او ثبات لپاره یو واقعي فرصت بللی دی.
هایکو ماس د مونیخ په امنیتي غونډه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د اوږد مهالې سولې راتګ لپاره دې د افغانانو تر منځ رښتیني مذاکرات پیل شي.
ښاغلي ماس ویلي، د سولې په مذاکراتو کې د تېرو کلونو لاسته راوړنې باید چې له پامه ونه غورځول شي.
نوموړي وړاندیز کړی چې جرمني دې د افغانی مذاکراتو لپاره کوربه هیواد وټاکل شي ځکه د نوموړي په وینا دا نازکه سیاسي پروسه باید یوازې په خوندي ځای کې تر سره شي.
د امریکا ددفاع وزیر مارک اېسپر وایي، د تاوتریخوالي د کمولو او سولې تړون پر سر د امریکا او طالبانو ترمنځ اوږدې خبرې شوې دي.
دده په خبره په دې اړه یې د امریکا له کانګرس او دغه راز د ناټو له غړو هېوادونو سره هم خبرې کړې دي.
اېسپېر وایي سره له دې چې له طالبانو سره تړون خطرناک دی خو لا هم هیله مندي شته چې دغه تړون د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار هواره کړي او دلته جګړه پای ته ورسوي.
نوموړي دغه راز ویلي چې له ولسمشر غني سره یې هم پر افغان سوله او د سولې پر رامنځ ته شوې هوکړه خبرې کړې دي او هغه یې ملاتړ کړی دی. دده په خبره یو ساعت یې پر دې تړون له ولسمشر غني سره خبرې کړې او داسې ښکاري چې هغه یې هم ملاتړ کړی دی.