ولسمشر غني د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډو کې د نړۍ یو شمېر مشرانو سره لیده کاته کړي.
ولسمشر غني، د مونیخ نړیوالې امنیتي ناستې په څنډه کې د ناټو سرمنشي، د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو، د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او د قزاقستان او اذربایجان له ولسمشرانو سره لیدلي دي.
د ناټو سرمنشي ویلي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، مشورې ورکولو او مرستې کولو لپاره د دوی ژمنې پر خپل ځای دي او د دوی ماموریت دوام لري.
د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو بیا ولسمشر غني ته ویلي چې له طالبانو سره هوکړه به په راتلونکو اونیو کې وروستۍ شي، چې هیڅ بند پکې بې شرطه نه دی.
ولسمشر غني، د مونیخ ۵۶ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ناټو له سرمنشي سره لیدلي او د افغان سولې سربېره یې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز په تړاو بحث کړی.
له ارګ څخه خپره وې اعلامیه کې داسې راغلي (( ولسمشر سره په لېدنه کې د ناټو سازمان سکرتر جنرال وویل، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، مشورې ورکولو او مرستې کولو لپاره د دوی تعهد او ملاتړ پرخپل ځای دی او په دې برخه کې به د دوی ماموریت ادامه ولري.
ینس سټولټنبرګ وویل، موږ د افغانستان دولت په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوو.))
ولسمشر غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو او د دفاع وزیر مارک اسپر سره هم لیدلي دي.
دغه لیدنه کې د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر هم شتون درلود.
له ارګ څخه خپره شوې اعلامیه کې داسې راغلي (( په دې کتنه کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو څرګنده کړه، له طالبانو سره توافق چې احتمالا به په راتلونکو اونیو کې نهایي شي، مشروطه منځپانګه لري.
هغوی وویل، د توافقنامې هیڅ بند بې شرطه نه دی او طالبان ممکن په اغوا کوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړي، اما واقعیت او اصل موضوع داده چې هغوی حاضر شول له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي او په کثرت ګرا ټولنه اعتراف کوي.))
ولسمشر غني دغه راز د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د قزاقستان او اذربایجان له ولسمشرانو سره هم لیدلي دي.
د قزاقستان ولسمشر ویلي، د افغانستان ثبات او اقتصادي انکشاف زموږ لپاره مهم دی او د افغانستان د سولې او هوساینې لپاره د بین المللي ټولنې د ټولو هڅو ملاتړ کوو.
ولسمشر غني بیا د اذربایجان له ولسمشر سره د ترانزیت، دوه اړخیزو همکاریو او د نفتو د پېرېدنې لپاره د دولت په دولت تړون په اړه بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر غني د هالنډ لومړي وزیر سره په لیدنه کې دواړو خواوو ټینګار وکړ، چې طالبان باید د سولې لپاره د افغانانو غوښتنه ومني او دغه پروسه باید د افغان دولت پر مالکیت او رهبرۍ ترسره شي.