که د ترهګرۍ په تمویل کوونکو هېوادونو فشار رانه شي ترهګرۍ سره مبارزه به بریالۍ نه وي.
د نړۍ ډېر شمېر مشران د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره په جرمني کې سره راټول شوي دي.
په دې ناسته کې په نړیوال امنیت خبرې کېږي چې څنګه کېدای شي ترهګرۍ سره مبارزه بریالۍ شي.
افغانستان کلونه کېږي چې د ترهګرۍ قرباني دی او افغان امنیتي ځواکونه د نړیوال امنیت د ساتنې لپآره په جګړه کې دي.
ولسمشر غني به د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس کې په افغان سولې او امنیت خبرې وکړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه داسې لیکلي (( ولسمشر غني به د مونیخ کنفرانس ۵۶ مې ناستې په څنډه کې د بهرنیو هېوادونو له یو شمېر استازو سره خبرې او لیدنې وکړي او په دې کنفرانس کې به د سولې او امنیت په اړه خبرې وشي.))
افغانستان کې د نړیوالو حضور سره سره جګړه دوام لري او د ټیکاو لپاره روانې هڅې تراوسه بریالۍ نه دي.
ترهګرۍ په سیمه او افغانستان کې د پرمختګ مخه نیولې خو تمه او غوښتنه له نړیوالو داده چې په یو شمېر هغو هېوادونو فشار زیات کړي چې د ترهګرۍ په جوړېدو او ترویج کې لاس لري.
نړیواله ټولنه هڅه کوي چې په افغانستان کې وسلوالې ډلې چې طالبان یې لویه برخه ده په سیاسي اډانه کې ځای پرځای کړي.
ویره د نړیوال امنیت له خرابوالي ده چې له افغانستان څخه به دا ګواښ پېښ شي هغه ګواښ چې امریکا یې له کبله ۱۹ کاله جګړه وکړه. د مونیخ کنفرانس د سولې او پخلاینې په برخه کې مهم بلل کېږي.
جرمني طالبانو سره د خبرو لپآره د بین الافغاني ناستو کوربتوب ته هم هیله ښوولې ده.
افغانستان کې د لوی بدلون ټول بنسټونه په جرمني کې ټاکل شوي دي چې مهم یې د بن کنفرانس و.