په نویو شرطونو سره د طالبانو او امریکا خبرې جنجالي شوي دي.
امریکا له طالبانو غوښتي چې د تاوتریخوالي موده لومړی اوږده او وروسته په اوربند بدله کړي.
دغه راز طالبانو ته ویل شوي چې د امریکایي ځواکونو د وتلو تړون هغه وخت لاسلیک کېږي چې افغانانو سره سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي.
ولسمشر غني هم تېره ورځ ټینګار کړی چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو هوکړه دې حکومت سره وشي.
تمه کېده چې د روانې جنوري میاشتې تر پایه امریکا او طالبان له جنجالي خبرو وروسته د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي، خو اوس دا خبرې د نویو شرایطو په وړاندې کولو سره په ناندریو اوښتي دي.
امریکا له طالبانو غوښتي چې د تاوتریخوالي موده نورو ورځو ته وغځوي او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتو لپاره باید له افغانانو سره طالبان یو سیاسي جوړ جاړي ته ورسیږي.
سیاسي جوړجاړی له افغان حکومت سره د خبرو پیل دی چې طالبانو له لوري بار بار رد شوي دي.
د سولې خبرو ته هیله مندي زیاته وه او د تړون لاسلیک کېدل په دې پړاو کې حتمي بلل شوي و، طالبانو د نویو غوښتنو په اړه رسمي دریځ نه دی ښکاره کړی خو داسې بریښي چې د امریکا له نویو غوښتنو ناراضه دي.
ایران سره د امریکا له پوځي ټکر وروسته هم له طالبانو د امریکا غوښتنه د اړیکو پرېکون و چې اوس روسیه هم په کې شامل شوی دی.
کابل کې د حکومت متقدینو هم خپلو کې ناسته کړې چې د پخواني ولسمشر په ګډون په کې د حکومت اجرایه رییس هم ګډون کړی و.
دا هغه ډله ده چې ولسمشر غني ویلي، سوله نه غواړي او د سولې په اړه کومه طرحه هم ورسره نه شته .
طالبانو له ۳۵ ورځو مشورو وروسته د تاوتریخوالي د کمښت پرسر توافق منلی و خو د طالبانو او امریکا خبرې هرځل تړون ته په ورنږدې کېدو سره خرابې شوي دي.