Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د جګړې یوازینی حل بین الافغاني خبرې دي

admin by admin
2019/12/17

افغانستان لپاره ښه حل لاره د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ سوله ده.

د امریکا دفاع وزیر باور ښوولی چې افغانستان کې د ستونزې حل سیاسي لار ده چې طالبان او حکومت هوکړه وکړي.

له دې سره په ملګرو ملتونو کې افغان سفیرې ویلي د دایمي سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې باید پیل شي.

عادله راز ویلي، په افغانستان کې د وسلوالو ډلو د فعالیت اصلي لامل طالبان دي او باید ژر ترژره خبرو ته کېني.

له دې سره کابل کې امریکایي سناتور ویلي طالبان د باور وړ نه دي چې االقاعده او داعش سره به مبارزه وکړي.

د سولې د خبرو د بریا لپاره په طالبانو نړیوال فشار یوازې همدا دی، چې افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

د طالبانو تر ټولو سخت دریځ یوازې همدا دی، چې لومړی امریکا سره باید د خبرو په جریان کې یوې هوکړې ته ورسیږي.

په ملګرو ملتونو کې په دې ډلې د افغان حکومت غږ دا و، چې مخامخ خبرو ته ورسره کېني.

عادله راز په افغانستان کې د وسلوالو ډلو د فعالیت اصلي لامل طالبان بلل دي چې اوس باید خبرو ته تیار شي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادله راز داسې ویلي (( د دایمي سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې باید پیل شي.  په افغانستان کې د وسلوالو ډلو دفعالیت اصلي لامل طالبان دي او باید ژر تر ژره خبرو ته کېني.))

سره له دې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو دمه پای ته نه ده رسېدلې، خو د سولې په اړه یې باورونه په زیاتېدو دي.

خو د طالبانو ټینګار امریکا سره په هوکړه دی هغه هوکړه چې کولای شي د امریکا اوږده جګړه پرې پای ته ورسیږي.

د امریکا دفاع وزیر بیا افغانستان کې د ستونزې حل د طالب او افغان حکومت ترمنځ هوکړه بولي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر داسې ویلي (( د افغانستان لپاره ښه حل لاره دا ده چې د سولې هوکړه وشي او هغه هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ.))

د افغانستان په اړه د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ هم د نظر ژور اختلاف لیدل کېږي چې د امریکا لید لوري یې وېشلې دي او د یوې واحدې تګلارې ملاتړ نه لیدل کېږي چې د سولې سخته لار اسانه شي.

د سولې خبرو ته د امریکایي سناتور پیغام دا و، چې په طالبانو باندې باید د یو داسې ځواک باور ونه شي چې امریکا ته د ګواښ مخه ونیسي.

د امریکا د مشرانو جرګې غړی لینسي ګراهم داسې ویلي (( طالبان هغه ځواک نه دی چې باور پرې وشي چې القاعده او داعش سره دې مبارزه وکړي چې په پایله کې امریکا او متحدینو ته یې ګواښ پېښ نه شي.))

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل په دې باور دی، که اوس د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې پایله ورکوي د طالبانو جګړه خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.

په دوحه کې د طالبانو او امریکا د خبرو وروستی غورچاڼ به کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکایي استازي زلمي خلیل زاد د راتګ پرمهال مالوم شي.

اوس د ټولو تمه دا ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو دمه اوږده نه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist