Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې مشرانو د ټاکنو دپاېلو اعلان غوښتنه وکړه

admin by admin
2019/12/03

ګڼ شمېر سیاسيونو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو په ټاکنو کمیسیون غږ وکړ چې پاېلې دې نورې نه ځنډوي.

کندهار کې سياسي څېرو، قومي مشرانو او ديني عالمانو د يوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو د پاېلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه. 

د غونډې برخه والو هغه سیاسیون د ګاونډیو هېوادونو له څارګرو ادارو سره په همکارۍ تورن کړل، چې د لنډ مهالې ادارې د رامنځته کېدو غوښنه کوي.

غونډه کې د ټاکنیز کړکېچ یوازنی حل د ټاکنو د پایلو اعلان او د هغوی منل وګڼل شول.

دا غونډه د یو شمېر هغو سیاسیونو د څرګندونو په غبرګون جوړه شوې، چې تازه یې د لنډ مهالې حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

دیني علماوو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او عامو خلکو هغه شمېر سیاسیون او کړۍ بهرنیو څارګرو کړیو ته په کار کولو تورن کړل چې پر وینا یې لنډ مهاله حکومت غواړي.

د غونډې ګډونوالو د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون غږ وکړ، چې ژر تر ژره د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د دوی غوښتنه دا وه چې د ولسمشرۍ نوماندان دې قانون ته درناوی وکړي .

دوه ورځې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوه خبري غونډه کې د لنډ مهالي حکومت غوښتنه کړې وه او اوسنی حکومت یې د ټاکنو کمېسیون په چارو کې په لاسوهنو تورن کړی و.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
نړۍ

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist