افغانستان کې د سرتېرو کمېدل به ممکن د سولې هوکړې سره تړاو و نه لري.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ویلي، افغانستان کې د سرتېرو کمېدل به ممکن د سولې هوکړې سره تړاو ونه لري او شاید په مستقله توګه ترسره شي.
اسپر ویلي، د ټرمپ اداره هم په خپل منځ کې او همداراز له ناټو غړو سره افغانستان کې د سرتېرو کمولو په تړاو په خبرو بوخت دي.
اسپر وویل، زه باور لرم چې موږ موږ کولای شو افغانستان کې سرتېري راکم کړو او همداراز د ترهګرو پر وړاندې به زموږ مبارزه هم کمزورې نشي او ترهګر به ونه توانېږي چې پر امریکا بریدونه وکړي.