جرمني افغانستان کې د خپل ماموریت مودې د غځیدو غوښتنه کړې ده.
د جرمني دفاع وزیره چې تیره ورځ یې مزار ښار کې خپلو سرتیرو ته خبرې کولې وویل، هغه کار چې موږ پیل کړی او تر اوسه نه دی بشپړ شوی دوام ورکولی شو.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د جرمني د ماموریت وخت د راتلونکي مارچ پر ۳۱ مه ختمیږي خو د دفاع وزیرې دا تازه څرګندونې دا ښيي چې المان دلته د خپلو سرتیرو په پاتې کیدو فکر کړی دی.
ډي پي اې خبري آژانس د جرمني د دفاع وزیرې له قوله زیاتوي چې وایي: “دا یوه اوږده او سخته لار ده خو موږ نن وینو چې پرمختګونه شوي دي.”